د ځوانانو اتحاديې د ځوانانو نړیواله ورځ ولمانځله

د افغانستان د ځوانانو ملي اتحاديې نن په كابل كې د ځوانانو نړيواله ورځ ولمانځله.

په دغې غونډه كې چې سلګونو ځوانانو ګډون كړی و، د افغانستان د ځوانانو د ملي اتحاديې مشر غلام داوود شايق وويل چې افغان ځوانان لا اوس هم له بيكارۍ ځوريږي او د زده كړو لازمې زمينې ورته نه دي برابرې.

شايق د ځانانو په استازيتوب د افغانستان له راتلونكو انتخاباتو ملاتړ وكړ او له راتلونكي حكومت څخه يې غوښتنه وكړه چې د ځوانانو د ستونزو د هوارۍ هڅې وكړي.