د كانديدانو د همغږۍ شورا: بهرنيان دې په كانديدانو كې توپير نه كوي

د جمهوري رياست د كانديدانو د همږغۍ شورا د دوشنبې په ورځ خپله شپاړلسمه غونډه وكړه چې د امريكا يو متقاعد سفير هم په كې ګډون درلود.

دغو كانديدانو په دې غونډه كې پر دې خبرې وكړې چې ولې په رسنېو او ځينو غونډو كې د مطرحو او نامطرحو كانديدانو خبرې كېږي.

په دې ځانګړې غونډه كې متقاعد امريكايي سفير او د امريكا د انتخاباتو د حمايوي ټيم ريس ټيموټي مايكل كارني هم ګډون درلود.

تر اوږدو خبرو وروسته د كانديدانو د همږغۍ شورا وياند او ولسمشرۍ ته كانديد بشير بيژن له ازادۍ راډيو سره په ځانګړې مركه كې د دې كتنې د هدف په اړه خبرې وكړې.

بېژن وويل دوي د خپلو تېرو غونډو په څېر خپل انتقادونه او د را روانو انتخاباتو په اړه اندېښنې درلودې چې له دې امريكايي ډيپلومات سره يې شريكې كړې:

”په دې غونډه كې موږ هغه تېر اعتراضات يوځل بيا تازه كړل، دوي ته مو وويل چې ستاسو حركتونه د دې لامل شول چې د كانديدانو ترمنځ توپير وشي، ځينو ته مطرح او ځينو ته نامطرح كانديدان وويل شي.

په دې پروسه كې ځينې كانديدان عادلانه چلند نه كوي، دوي زياتې پيسې مصرفوي، دوي په خپلو كمپاينونو كې كور پر كور ګرځي او خلكو ته پېسې وركوي، دا يو غيرقانوني چلند دى.“

د كانديدانو د همږغۍ شورا چې د جمهوري رياست تر شلو ډېر كانديدان يې غړي دي، د كمپاينونو له رسمي پيل راهيسې په خپلو غونډو كې د انتخاباتو د بهير په اړه خپلې اندېښنې او اټكلونه بيانوي. د دوي څرګندونې زياتره وخت انتقادي وي.

بېژن وويل دې امريكايي ډيپلومات ژمنه وكړه، چې د دوي مهم انتقادونه او وړانديزونه به تر لوړ رتبه امريكايي چارواكو پورې رسوي.

د ولسمشرۍ د بل كانديد امين ارسلا لومړي مرستيال محمد اسمعيل قاسميار وويل د را روانو انتخاباتو د مشروعيت په اړه زياتې پوښتنې ورسره دي، خو هغه وړانديز وكړ چې بهرني چارواكي دې له تبعيض څخه ډك چلند نه كوي:
”موږ له خپلو نړيوالو دوستانو څخه غواړو، هغه حركات دې نه كوي چې زموږ د دود، دستور او كلتور له مخې له تبعيض څخه ډك ګڼل كېږي. داسې چلند دې نه كوي چې د يوه يا دوو كانديدانو په ګټه وي.“

كه څه هم په دې غونډه كې كومه مشخصه پرېكړه ونه شوه، خو د ولسمشرۍ د كانديدانو د همږغۍ شورا وايي له پرله پسې غونډو او سيمينارونو څخه يې هدف دا دى چې را روان انتخابات په شفاف ډول، له درغلېو پرته ترسره شي.

د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو انتخابات د اسد پر نهه وېشتمه كېږي، چې د جمهوري رياست اته دېرش او د ولايتي شوراګانو په زرګونو كانديدان په انتخاباتي سيالېو بوخت دي.