افغان دولت د پاكستاني طالبانو د مشربيت الله مسود د وژل كېدو په اړه په خپاره شوو راپورونو خوښي څرګنده كړې ده.
د جمهوري رياست يوه وياند سيامك هروي نن له ازادۍ راډيو سره په خبرو كې وويل چې د بيت الله مسود وژل كېدو خبر د تروريزم پرضد د مبارزې ځواكونو لپاره يو ښه خبردى اود وسله والوطالبانو په روحيه باندې به منفي اغيزه وكړي.
ښاغلي سيامك دغه راز وويل چې د پاكستان ځينې برخې د طالب جوړولو ماشينونه دي او څرګنده يې كړه چې ډير ژر به كوم بل كس د بيت الله مسود ځاى ونيسي.
په وروستېو دريو ورځو كې دا سې راپورونه خپاره شول چې ګوندې د پاكستاني طالبانو مشر بيت الله محسود د بې پيلوټه امريكايي الوتكو په حملې كې وژل شوېدى.