د انتخاباتي شكايتونو د اوريدلو كميسيون خپل لومړنى سيمينار جوړ كړ

د انتخاباتي شكايتونو د اوريدلو كميسيون ، په ولايتونو كې د خپلو كاركوونكو د روزلو په هدف په كابل كې خپل لومړنى سيمينار جوړ كړ.

په دغه سيميناركې چې نن پيل شو او درې ورځې به دوام وكړي يو سل او څلويښت كسه كاركوونكي به د انتخاباتو په ورځ او د رایو د شميرنو پر مهال د شكايتونو د ثبت په برخه كې وروزل شي.

د شكايتونو د اوريدلو د كميسيون يو غړي فهيم حكيمي ازادۍ راډيو ته وويل چې دوى په پام كې لري د انتخاباتو له نېټې څخه د مخه خپل دوهم سيمينار هم جوړ كړي.