په خوست كې د كابل بانك د سيميز مشر د موټر په لاره کې د ماين چاودنه شوې چې د ده په ګډون درې كسه په كې ټپيان شوي دي.
د خوست ولايت امنيتي چارواكو ازادۍ راډيو ته ويلي چې دغه چاودنه نن سهار اوه نیمي بجې د خوست ښار شمال لور ته د متون په سيمه كې وشوه چې د سر تاون نه لري خو درې كسه په كې ټپيان شوي دي.
د پېښې مسووليت تر اوسه چا په غاړه نه دى اخيستى.
په خوست كې د ازادۍ راډيو د خبريال په وينا ، په دې ورستيو كې په خوست كې د دولتي او خصوصي ادارو د كاركوونكو پر موټرو د چاودنو پېښو زور اخيستى،چې له امله يې خوست ښاريان سخت په انديښنه كې دي.