د ناټو نوى سرمنشي له درېيو كانديدانو سره ګوري

ټاكل شوې ده د ناټو نوى عمومي منشي اندریس فوغ راسموسن نن د ولسشمرۍ له درېيو كانديدانو ډاكټر اشرف غني احمدزي، ميرويس ياسيني او عبدالله عبدالله سره وګوري.

هغه پرون له افغان ولسمشر حامد كرزي سره په يوه ګډه غونډه كې وويل:

تاسو ته ډاډ درکوم چې موږ به ترهغو دلته ستاسو د ملاتړ لپاره پاتې شو چې خپله دنده مو نه وي بشپړه کړې .

د ناټو نوی عمومي منشي د خپلې دندې د پیلولو په درېيمه ورځ پرون ناببره کابل ته راغى چې له افغان ولسمشراو په افغانستان کې د ناټو له پوځیانو سره وویني .