نجفي: دهېواد ۲۷ولايتونو ته يې د انتخاباتو ټول ضروري مواد رسولي

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د دارالانشاء ريس ډاكترداود علي نجفي

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د دارالانشاء ريس ډاكترداود علي نجفي د پنجشنبى په ورځ، د انتخاباتو په هكله د دوي د فعاليتونو وروستي راپور يوى خبري غونډې ته ولوست او ويې ويل چې، تراوسه د دوي ټول كارونه پرته له كومې ستونزې پرمخ روان دي.

ده وويل، دهېواد اوه ويشتو ولايتونو ته يې د انتخاباتو ټول ضروري مواد، لكه، قرطاسيه، رنګونه، تبليغاتي پاڼې، صندوقونه، ميز، څوكۍ، خيمې او داسې نور، وررسولي دي. ښاغلي نجفي وويل:
"د انتخاباتو حساس مواد، تراوسه دهېواد د اوه وېشت ولایتونو مرکزونو ته رسېدلي دي او د انتخاباتو تر دایرېدو پورې به د رایو ورکولو مرکزونو ته ورسول شي.

د خوست، پکتیا، غزني، لوګر او مېدان وردګو ولایتونو ته مواد برابر شوي او نن به ورولیږل شي."
ده داهم وويل ، د روان كال د ثورپه مياشت كې يې، د انتخاباتو په هكله دعاموخلكو د پوهولو پروګرام پېل كړي، چې هغه هم د روزل شويو مبلغانو له لارې د هېواد په ډيرو ليرى پرتوسيموكې په ښه توګه پرمخ روان دي.

ښاغلي نجفي زیاته کړه، د قومي مشرانو،غونډو، تبليغاتي فلمونو، پوسترونو، مركو اوداسى نورو لارو څخه يي، ډيرخلك، دى ته چمتوكړي دي، چې د انتخاباتو په ورځ د رايو وركولو مركزونو ته ولاړ اود خپلې خوښې كانديد ته رایه وركړي. ده دعامه پوهولو د پروګرام په هكله وويل:

"هغه لیرې سېمي چې رسنیو ته لاس رسۍ نه لري د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ورته ۱۶۰۴ تنه مبلغان استخدام کړي او څرنګه چې د انتخاباتو په هکله دعامو خلکو پوهول ضروري وګڼل شول څه باندې شل تنه مو نور هم ور زیات کړل ترڅو په کلیو او لیري پرتو سیمو کې خلکو ته د انتخاباتو ښیګڼې بیان کړي."

خو خلك امنيتي حالاتواندېښمن كړي او وايي چې كه امينتي ارګانونه، د رایی وركولو د مركزونو امنيت خوندي نه كړي، ډېرخلك به د رايو وركولو مركزونو ته ورنه شي.

له بلې خوا څو ورځې مخكې د دولت مخالفينو هم ځيني خبرى رسنيو ته کړي چې دوي به د انتخاباتو په ورځو كې ډيرى لارې وتړي ترڅو خلك په انتخاباتوكې له ګډون څخه پاتې شي.

خو د افغان پوليسو، اردو اوملي امنيت مسولين وايي چې د انتخاباتو په ورځ به څه باندې درې لكه امنيتي ساتونكي وګمارل شي ترڅو خلك پرته له ويرې ، د رايو وركولو مركزونو ته لاړ اوخپلې رايې وكاروي.