په هلمند کې نولس وسلوال طالبان ووژل شول

د ايساف ځواكونه وايي تېره شپه يې د افغان سرتېرو په مرسته په هلمند كې پلټونكي عمليات كړي چې په نتيجه كې ۱۹ تنه وسلوال ووژل شول.

د دغو ځواكونو په يوه اعلاميه كې راغلي دغه عمليات د هلمند د نادعلي ولسوالۍ په مارجې سيمه كې شوي چې د وسلوالو پر يوه مركز د عملياتو په نتيجه كې ۱۹ تنه وسلوال په مخامخ جګړه كې ووژل شول او زياته اندازه وسلې او مهمات ورڅخه ترلاسه شول.

اعلاميه وايي په عملياتو كې پنځه تنه وسلوال ژوندي نيول شوي. خو د افغان او ايساف ځواكونو د تلفاتو په اړه څه نه دي ويل شوي.

د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف وايي په نادعلي ولسوالۍ كې دوى ته زيان نه دى رسېدلى، دلته دوه ملكيان وژل شوي، خو ده ادعا وكړه چې په هلمند كې يې په بېلابېلو بمي چاودنو كې نهه بهرني سرتېري وژلي دي، خو چارواكو دا ادعا ردكړې ده.
بل خوا په هلمند كې د ماينونو چاودنې ملكيان او پوليس ووژل شوي

تېره ورځ په ګرمسېر ولسوالۍ كې پر يوه ټراكټور د ماين په چاودنه كې پنځه ملكيان كسان ووژل شول.

په وژل شويو كې دوې ښځې، دوه ماشومان او يو د ټراكټور چلوونكى شامل دى. د هلمند د والي وياند داود احمدي وايي په چاودنه كې دوې ښځې ټپيانې دي. خو د هلمند امنيه قوماندان سمونوال اسد الله شېرزاد وايي په دې پېښه كې يوويشت كسان وژل شوي دي.

بل لوري ته د نادعلي ولسوالۍ په زرغون كلي كې نن سهار د پوليسو پر يوه رنجر موټر د ماين چاودنه وشوه، د هلمند امنيه قوماندان وايي په پېښه كې پنځه پوليس وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.

د يوه بل خبر پار په ناوې ولسوالۍ كې ځينو عيني شاهدانو د ازادۍ راډيو خبريال ته ويلي په خرابي سيمه كې د نړيوالو ځواكونو يوه څرخي الوتكه راغورځېدلې او اورونه پرې بل دي. خو چارواكي بې خبري ښيي، نړيوالو ځواكونو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

د دې الوتكې د راغورځونې مسووليت وسلوالو طالبانو منلى دى.