اردن له اسراییلو سره د اړیکو د ښه کېدو وړاندیزرد کړ

اردن د منځني ختیځ دوهم هیواد دی چې د امریکا هغه غوښتنه یې رد کړه چې وايي د منځني ختیځ د سولې د خبرو د بیا پيل کیدو په مقصد دې له اسراییلو سره اړیکې ښه کړي.

د اردن د بهرنیو چارو وزېر ناصر جودی د امریکا د بهرنیو چارو له وزېرې هیلري کلنټن سره له کتنې وروسته وویل جلا جلا کړنلارې هیڅکله سوله نه رامنځته کوي اوباید ترې ډډه وشي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده سعود الفیصل هم د جولای په ۳۱ مه له هیلري کلنټن سره له کتنې وروسته، ورته څرګندونې کړې وې. د ولسمشر بارک اوباما اداره د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې خبرو ته د عربي هیوادونو د ملاتړ د ترلاسه کولو هڅه کوي.