جلالي: ديني عالمان دې خلک په انتخاباتو کې ګډون ته وهڅوي

افغان عالمانو په دې غونډه کې خلک په انتخاباتو کې ګډو ته وهڅول

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون، د عامه پوهاوي د څانګې مسوول ډاكټر شفيع جلالي وويل، د دې لپاره چې خلك د هېواد په سياسي برخليك كې د دوى په ونډې باوري شي او په انتخاباتو كې ګډون وكړي.لازمه وليدل شوه، چې د ديني عالمانو په مرسته خلك وهڅوي، تر څو د دوی د دينې او ملي وجيبي له مخي، د انتخاباتو په ورځ د رای وركولو مركزونو ته لاړ او د خپلې خوښې كانديد ته رای وركړي.

ده وويل، ديني عالمان ترهرې وسيلې ښه كولی شي چي، خلكو ته د هغوى حقوق بيان او د انتخاباتو په بهير كې شامل كړي. ښاغلي جلالي د جوړ شوي سيمينار په هكله وويل:

"نننی سیمنار د دې لپاره دی چې خلک وهڅول شي چې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

غواړو د ديني عالمانو او قومي مشرانو له لارې خلکو ته دا پیغام ورسوو چې په انتخاباتو کې دې ګډون وکړي او خپله رايه دې په دقت سره وکاروي."

د حج او اوقافو د وزارت مــسوولینو، په انتخاباتو كې ګډون د خلكو ديني وجيبه وګڼله او ويې ويل، چې د هېواد هر اوسېدونكي ته په كار ده، چې خپل حق ته په درنه وګوري، په انتخاباتو كې ګډون وكړي او هغه چاته رایه وركړي، چې خلكو او هېواد ته د خدمت كولو توان او پوهه ولري.

په دې هكله د دې وزارت مرستيال مولوي محمد شفيق وويل:

"کوم مسلمان افغان چې د انتخاباتو د کمیسیون له اړخه د شفافو انتخاباتو په نتیجه کې د جمهور رييس په حيث وټاکل شي، که دی هر څوک وي، د خلکو په درد باندې دردېدلی وي او څنګه چې یې په اساسي قانون کې وعده کړې ده، په اسلامي شریعت باندې عمل وکړي، په افغانستان کې د مېشتو قومونو یووالی وساتي او خلکو ته حقوق ورکړي، کار اهل کار ته وسپاري، د دې وظایفو او د دې وجایبو په نتیجه کې له نوموړي جمهور رييس سره زموږ ټولو بیعت دی."

همدارنګه ديني عالمانو هم وويل، د دوى دنده ده چي، په خپلو سيمو كې به د غونډو او په جوماتونو كې د دوعظونو له لارې هڅه وكړي چې خلك دې ته وهڅوي ترڅو په راتلونکي انتخاباتو كې ګډون وكړي.