فرهاد دريا به د هېواد په دریو ښارونو کې وړیا کنسرټونه ورکړي

د افغانستان د موسيقي يو تن هنرمند فرهاد دريا چې د ملګرو ملتونو په دفتر كې د سولې د سفير لقب ورته وركړل شوی په پام كې لري چې د انتخاباتو به مناسبت د افغانستان په دريو سترو ښارونو كې كانسرټونه وركړي.

د ملګرو ملتونو د ادارې چارواكو ازادي راډيو ته وويل چې دغه پروګرام "راځئ چې د افغانستان په اړه فكر وكړو" تر سرليك لاندې جوړ شوی او فرهاد دريا به په كې د ميهني سندرو په ويلو سره خلك د انتخاباتو پر لور وهڅوي.

ټاكل شوې ده چې دغه كانسرټونه به په جلال اباد، مزارشريف او كابل كې جوړ شي او چلونكي وايي چې دا كانسرټونه به په ورزشي ستيډيمونو كې جوړيږي او له خلكو به په كې د ټکټ فيس يا پيسې نه اخيستل كيږي.