بغلان کې یووشت تنه مخالفین دولت سره یو ځای شول

په بغلان ولايت كې د دولت د مخالفينو يو قومندان له خپلو شلو پلويانو سره نن له دولت سره يوځاى شو.

د بغلان ولايت د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر ازادۍ راډيو ته وويل چې دا قومندان شير محمد نوميږي او له خپلو شلو وسله والو سره يې د دې ولايت په اندراب ولسوالۍ كې له دولت څخه خپل ملاتړاعلان كړ.

په خبر كې ويل شوي چې دغه قومندان ژمنه كړې چې د راتلونكي انتخاباتو د امنيت په ټينګښت كې به له دولت سره همكاري وكړي.