دهرات پولیسو د کوکنارو تخم نیولي دي

د هرات ولايت د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې پوليس د نيږدې څلور سوه بورۍ د كوكنارو تخم د نيونې خبر وركوي.

د هرات د امنيه قومندانۍ وياند نورخان نيكزاد ازادۍ راډيو ته ويلي چې د كوكنار د تخم دغه بورۍ يې د اشيانه سبز په نوم د كونځلو د غوړيو له يوې كارخانې څخه تر لاسه كړې دي.

ويل شوي چې د دغه كارخانې خاوند هم د هرات ولايت په ورستيو مظاهرو كې پوليسو سره د لاس اچونې په تور نيول شوى دى.