زابل کې د ایتلافي ځواکونو پر یو کاروان بريد شوی

د زابل ولايت په شاجوى ولسوالۍ كې نن سهار د ايتلاف ځواكونو پر يو لوژيستيكي كاروان د ماين چاودنه وشوه.

د زابل ولايت د امنيت امر جيلاني فراهي ازادۍ راډيو ته ويلي چې په دغه چاودنه كې د كاروان دوه ساتونكي ټپيان شوي او يو موټر هم ويجاړ شوى دى.

خو قاري يوسف احمدي چې ځان د طالبانو وياند ګڼي وايي چې په دغه چاودنه كې يې د كاروان شپږ ساتونكي وژلي دي.

خو سيميز امنيتي چارواكي دا ادعاوې ردوي.