وردګو کې شپږ تنه د سړي تښتوونکو له منګولو ژغورل شوي

سړي تښتوونكو له منګلو څخه ژغورل شوي دي.

د دغه ولايت د والي وياند شاهد الله شاهد وايي چې دغه كسان په نرخ ولسوالۍ كې د پوليسو د روزنې د مركز په تعمير كې په كار اخته وه چې د سړي تښتوونكو له خوا وتښتول شول.

د ښاغلي شاهد په وينا دغه كسان لوګر ته د ليږدولو پر مهال د پوليسو لخوا د سړي تښتوونكو له منګولو ژغورل شوي دي.

خو ويل شوي چې تښتونكي له سيمې څخه په تيښته بريالي شوي دي.