تېره میاشت بهرني ځواکونو ته خونړۍ میاشت وه

د جولای میاشت چې په افغانستان کی د بهرنیو عسکرو لپاره خونړۍ میاشت وه، د دوو نورو امریکایي عسکرو په وژلو سره پای ته ورسیده.

په دې میاشت کې لږ تر لږه په افغانستان كې ۷۱ بهرني سرتېری وژل شوي دي چې ۴۱ یې امریکاییان دي.

دا نه دي ویل شوي چې دوه وروستني امریکایان په کوم ځاى کې او څنګه وژل شوی دي.