هسپانیا افغانستان ته نور سرتېري لېږي

د هسپانیا حکومت وایی په افغانستان کې به د خپلو عسکرو د خدمت موده وغزوي او شمېربه یې زیات کړي.
هسپانیا د جمهوری ریاست د انتخاباتو د امنیت په مقصد د ۴۵۰ نورو عسکرو د استولو ژمنه کړي . په دي نویو عسکرو سره به په افغانستان کي د هسپانوي عسکرو شمېر ۱۲۰۰ ته پورته شي.

ددې هیواد چارواکي وایي یو شمېر عسکر به یی په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره پاته شي.
د تېرې دوشنبې په ورځ د هسپانیا د دفاع وزېرې کارمه چاکون د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره په کابل کې د کتنې په مهال ویلي و که اړتیا یې ولیدله شي نو دا به د خپل هیواد له پارلمان څخه وغواړي چې افغانستان ته دې نور عسکر واستوي.