د عراق د حکومت ویاند نن تایید کړه چې روانه اونۍ د عراق له امنتي ځواکونو سره د بغداد په شمال کې شپږ ایرانیان وژل شوي دي.
د ایران د مجاهدین خلق د جلاوطنه ډلې ویاند ویلي دي چې اووه ایرانیان وژل شوي دي او په سلګونو ټپیان دي.
د بغداد په شمال کې الاشرف کمپ د نولس سوه اتیایم میلادي کال په لسیزه کې د هغو ایرانیانو لپاره جوړ شو چې له صدام حسین سره یې د ایران پرضد جګړې کې مرسته کوله.
عراق ویلي دي چې تبعید شوي کسان له خپلې خاورې باسي.
د عراق د حکومت ویاند علي الدباغ دا راپورنه رد کړې دي چې حکومت د سه شنبه په ورځ له ډيرې زیاتې قویې استفاده کړې ده. ښاغلي الدباغ وویل د عراق پنځه دیرش پولیس په دې جګړې کې زخمیان شوي دي.