هند د افغانستان له بيارغونې سره مالي مرسته وكړه

ټاكل شوې ده د افغانستان په سرحدي سيمو كې د هند په مالي مرسته کې د بيارغونې نوې پروژې عملي شي.

د پنجشنبې په ورځ د دوه نيم مليونه امريكايي ډالرو په ارزښت يو تړون د اقتصاد وزارت د مرستيال او د هند د سفير ترمنځ لاسليك شو.

د اقتصاد وزارت مرستيال نذير احمد شهيدي وويل دغه پيسې به د ښوونځيو، كلنيكونو او نورو تاسيساتو پر جوړونې، دغه راز د څاګانو پر كښلو ولګول شي.

هند په تېرو درېيو كلونو كې د شلو مليونو امريكايي ډالرو په ارزښت يوسل او شل پروژې د افغانستان په سرحدي سيمو كې عملي كړې دي.

په كابل كې د هند سفير وويل په راتلونكي كې به پر سرحدي ولايتونو زيات تمركز كوي چې دغو خلكو ته د كار او ښه ژوند شرايط برابر شي.