په هلمند کې پرشهنواز تڼي دبوټونو ګوزارونه وشول

په هلمند كې د ولسمشرۍ د څوکۍ پر كانديد شهنواز تڼي باندي د بوټونو ګوزارونه وشول.

شهنواز تڼي غوښتل په هلمند كې د خپل انتخاباتي كمپاين په لړ كې خلكو ته خپل كاري پلانونه تشريح كړي چې د غونډې برخوالو له لوري پرې د بوټونو ګوزارونه وشول.

د ولسمشرۍ كانديد شهنواز تڼی وايي چې دا د دولت لخوا يو پلان شوی كار وو او ياد شوي كسان يو شمير كسانو پوه كړي وه چې د دوی غونډه ګډه وډه كړي.

د هلمند دملي امنيت سرچيني وايي په دې تور يې يو كس نيولی دی او د دوی تر پوښتنې لاندې دی.