م.م: افغانان دې چا ته اجازه نه ورکوي چې انتخابات ګډوډ کړي

ملګروملتونو له افغانانو څخه وغوښتل چې د جمهوري رياست د كانديدانو پروګرامونه دې په دقت سره مطالعه كړي او د انتخاباتو په ورځ دې خپله رايه هم په ډېر دقت سره وكاروي.

په كابل كې د ملګروملتونو د مطبوعاتي دفتر يو تن كاركونكي نظيف الله سالارزي نن يوې خبري غونډې ته وويل چې نړيوال څارونكي به هم د انتخاباتو له بهير څخه په ډير دقت څارنه كوي خو بايد خلك او خپله كانديدان هم له دغه بهير سره څارنه وكړي.

نوموړي همدارنګه له كانديدانو څخه وغوښتل چې د كمپاينونو پرمهال دې ريښتني واوسي او له افغانانو څخه يې دا هم وغوښتل چې فرصت طلبو خلكو ته دې په انتخاباتو كې وخت نه وركوي چې تاوتريخوالى ايجاد كړي.