د منځني ختیځ لپاره دامریکا دولسمشرځانګړی استازی جورج میتشل د مصر له ولسمشر حسني مبارک سره په سیمه کې د سولې په اړه د خبرواترو لپاره نن قاهرې ته ورسېد.
قاهرې ته د ښاغلي میتشل د رسېدو نېټه اصلاً سبا سه شنبې وه، خو معلومه نه ده چې د ده د سفر نېټه ولې رامخکې شوه.
په دمشق کې، میتشل په منځني ختیځ کې د هراړخیزې سولې د راوستو لپاره په هڅو کې د سوريې د بشپړې همکارۍ غوښتنه وکړه او ويې ویل امریکا په سیمه کې د سولې راوستو لپاره د حل رښتينې لاره غواړي چې له اسراییلو سره د ټولو عرب ګاونډیو عادي اړیکي يې یوه برخه ده.
ده د سوريې له ولسمشر بشاراسد سره تر خبرو وروسته وویل د سوريې او اسراییلو ترمینځ د سولې د خبرو بیاپیل، د لنډې مودې یو هدف دی. میتشل له دې وروسته په تل ابیب کې د اسراییلو د دفاع له وزیر ایهودبارک سره وکتل.