د ایران د مظاهرو د قربانیانو یاد لمانځل کېږي

دایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو دوو بایللو کاندیدانو میرحسین موسوي اومهدي کروبي غواړي دهغو قربانیانو دڅلوېښتۍ ویرغونډې جوړې کړي چې تېره میاشت د دې هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتایجو له اعلان وروسته په اعتراضیه مظاهرو کې ووژل شول.

موسوي او کروبي، د ایران کورنیو چارو وزارت ته په استولي لیک کې ژمنه کړې چې د دې قربانیانو د څلوېښتۍ په مراسمو کې به شعارونه او ویناوې نه وي بلکې یوازې د قرآنکریم تلاوت به کېږي.

په ایران کې د مظاهرو د قربانیانو د څلوېښتۍ د مراسمو غوښتنه یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د ولسمشرۍ دوو کاندیدانو، موسوي او کروبي د ایراني پولیسو له خوا د تحقیقاتو پرمهال له بندیانو سره د ناوړه چلند په برخه کې د ایران له پخواني ولسمشر محمدخاتمي سره خپل آواز غبرګ کړ.