قانوني : ښايي ولسي جرګه تر انتخاباتو رخصت شي

د ولسې جرګې ريس محمد يونس قانوني وایي چې په تېرو دوو عمومي غونډوكې نصاب نه وو پوره او ښايي چې تر انتخاباتو پورې دا لړۍ همداسې دوام وكړي.
د ولسې جرګې ريس محمد يونس قانوني وايي چې د دې جرګې ډېرشمېرغړي د ځينوكانديدانو لپاره په كمپاينونو بوخت دي او د ولسې جرګې په غوڼدوكې برخه نه اخلي.

محمد يونس قانوني د دوشنبې په ورځ د ولسې جرګې په عمومي غونډه كې وويل چې د دې جرګې په تېرو دوو عمومي غونډوكې نصاب نه وو پوره او ښايي چې تر انتخاباتو پورې دا لړۍ همداسې دوام وكړي.

ښاغلي قانوني ووېل چې په ولسی جرګې كې د نصاب د نه پوره كېدو په صورت كې د ولسې جرګې حيثيت ته زيان رسيږي، ده څرګنده كړه چې د ولسي جرګې په راتلونكې عمومي غونډه كې به په دې اړه پريكړه وشي:

"انتخاباتي فعاليت او په انتخاباتي مبارزو كې ګډون يوسياسي كاردىاو د خلكو وكيلان دا حق لري چې دغه ډول فعاليتونه وكړي خو دا كارهغه وخت مشرو عيت لري چې په ملي شورا كې د ښاغلي وكيل د كار په وړاندې خنډ ونه ګرځي.
د راتلونكې چهارشنبې په ورځ به زمونږ اجنډا دا وي چې خپل كار ته دوام وركړو او كه بيا د ولسِِِِِيِ جرګې غړي رخصت شي."

ملي شورا له يوې نيمې مياشتې رخصتۍ نه وروسته د تېرې شنبې په ورځ بيا خپلې غونډې پېل كړې خو د ملي شورا په دواړو جرګو كې د نصاب د نه پوره كېدو له امله پريكړې نه شي كېداى.


دا لومړى ځل نه دى چې په ولسې جرګې كې نصاب نه وي پوره بلكې په تېرو څو كلونو كې هم په دې جرګې كې د نصاب د نه پوره والي له امله ډيرې پرېكړې شاته لويدلي دي.

د ملي شورا يوشمېرغړي هم د نصاب د نه پوره كېدو له امله شكاېت كوي او وايې چې دا مساله په ملي شورا كې يوه غټه ستونزه ده.

د ولسې جرګې غړى نادرخان كټوازي په دې اړه خپل نظر داسې څرګندوي:
"ولسی جرگې په تقریبي ډول سره د دې څلور کالو راهیسې نصاب له وخته پوره شوې ‌‌‌‌‌‌زموږ ځینې وکیلان دي چې خپل ځانګړی کارونه او شرکرتونه لري. او همدارنګه زموږ وکیلان په انتخاباتي کمپاینو باندې بوخت دي نصاب بشپړ نه دی."

كه څه هم په قانوني لحاظ دملي شورا غړي كولاى شي چې دجمهوري رياست دكانديدانوپه انتخاباتي مبارزوكې برخه واخلي او ياهم دځينوكانديدانولپاره كمپاين وكړي خوخلك له دوى څخه غواړي چې بايد دملي شورا غړي دكانديدانولپاره دكمپاينونوپرځاى د دوى دستونزو دحل لپاره هلې ځلې وكړي.

دافغانستان په بيلابيلوسيموكې يوشميرخلك په تيروڅوكلونوكې دملي شورا په كړيوكارونو نيوكې اوانتقادونه كوي او وايي چې دملي شورا د دواړو جرګوغړي د خلكودستونزود حل پرځاى ترډيره خپلوشخصي كارونواوگټوته لومړيتوب وركړي دى.

د یادونې وړ ده چې د ولسي جرګې ریس یونس قانوني وړمه ورځ دولسې جرګې ددې دورې په لومړۍ غونډه کې ویلي و دا ځل به خپل کارونه په لا ډېر جدیت پر مخ بیا يي. په دې اړه نوردلته ولولۍ