مشهد کې د الوتکې د لوېدو په پېښه کې ۱۶ کسان وژل شوې

د ایران په شمال لوېدیځ کې د یوې الوتکې د پېښې په شپاړسو وژل شویو کسانو کې دیارلس تنه یې د الوتکې عمله وه.

د الوشین الوتکه چې د ایران د هوانوردۍ کمپنۍ له خوا له قزاقزستان څخه په کرایه نیول شوې وه، د جمعې په ورځ د مشهد په هوایي ډګر کې د کښېناستو په مهال له رن وې څخه ووته او له یوه دېوال سره ټکر شوه.

د هوانودرۍ د عامه موسسې یوه ویاند رضا جعفرزاده وویل:
دالوتکې د وژل شویو لس تنه عملې څخه نهه تنه یې د قزاقستان اتباع دي.

په الوتکه کې یوسلو دري پنځوس کسان سپاره ول او له تهران څخه مشهد ته روانه وه.

دا په ایران کې د جولای له پنځلسمې نېټې راهیسې د الوتکو دوهمه مرګونې پېښه ده.

لومړنۍ پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یوه الوتکه قزوین ته روانه وه او له غورځېدو وروسته ټولې یوسلو اته شپېته سپرلۍ یې ووژل شوې.