قانوني: دا ځل به خپل کارونه له پخوا څخه لاپه جديت پيل كړو

د افغانستان ولسي جرګې د شنبې په ورځ له پنځه څلوېښت ورځو رخصتيو وروسته بيا په كار پيل وكړ، چې د جرګې غړو د خپلو سيمو ستونزې واورولي.

د افغانستان د ولسي جرګې اكثرو غړو د اوړي د يوې نيمې مياشتې رخصتۍ وروسته د شنبې ورځ د جرګې په غوڼده كې ګډون وكړ.

د جرګی ريیس محمد يونس قانوني وويل، څرنګه د جرګې د كار موده لږه پاتې ده، پكارده چې په دغې موده كې ټول نيمګړې كارونه بشپړ او كوم قانون او ياقانوني اسناد چې له تصويبېدو پاتي دى، پرهغو جدي كارونه ترسره شي. ښاغلي قانوني وويل:



"خداى دې وكړي چې داځلې بياهم د افغانستان د خلكو د غوښتنو په پام كې نيولو سره خپل كارونه له پخوا څخه په ډېر جديت پيل كړو او كوم كارونه چې نيمګړي پاتي او يا زياتو بحثونو ته اړتيا لرى، د انتخاباتو په دغو حساسو شېبو كې پرې كار وكړو."

ښاغلي قانوني وويل، ولسي جرګې د خپل كار په موده كې تراوسه د دولت په سلګونو قوانين، اسناد او قراردادونه د يو لړ بحثونو وروسته تصويب كړي دي.

خو په دې لړ كې كابو شل قوانين جمهورریيس نه دي توشيح كړي او د كاري څيړنې لپاره بېرته جرګې ته سپارل شوي دي، چې په دوی كې يو د افتخاري مډالونو او نښانونو قانون هم شامل دى.

ده وويل، دوى به جدي هڅه وكړي چې د انتخاباتو تر داېرېدو پورې، پر ټولو له سره بحث او څيړنې وكړي.

په دې ورځ ولسي جرګې د بحث لپاره كومه ځانګړې موضوع نه درلوده، خو د جرګې غړو له مركز او ولايتونو څخه د دوى د سيمو او موكلينو غوښتنې او شكايتونه جرګې ته واورول.

د ولسي جرګې ريیس وويل، دغه غوښتنې او شكايتونه دى، د جرګې په اتلس ګونو كميسيونونو كې طرح او بيا دې د اجرااتو لپاره په رسمي توګه د دولت مربوطو ارګانونو ته وسپارل شي.