امريكايي پوځ وايي د افغانستان په ختيځ كې په يوه وسلواله نښته كې د ناټو يو سرتېرى او ګڼ وسلوال وژل شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس وايي تېره ورځ د ايساف ځواكونه چې غوښتل يې يو كور تالاشي كړي له وسلوالې حملې سره مخ شول، چې د ايساف يو سرتېرى ووژل شو. د وژل شويو وسلوالو د شمېر په اړه څه نه دي ويل شوي.
په عين حال كې د پكتيكا چارواكي وايي په خوشامند ولسوالۍ كې د وسلوالو طالبانو او پوليسو ترمنځ نښته كې درې وسلوال طالبان ووژل شول.
د غزني امنيه قوماندان بيا ازادۍ راډيو ته وويل پرون په واغظ ولسوالۍ كې دوه وسلوال طالبان ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.
هاخوا په كندوز كې هم د عقاب په نامه پوځي عمليات روان دي چې د دې ولايت امنيتي چارواكي وايي ګڼ وسلوال يې وژلي، خو د شمېر په اړه يې څه نه دي ويل شوي.