په مناظرې کې د نه ګډون په خاطرپرکرزي د هغه د سیالانو انتقاد

د روېترز آژانس د راپور پر اساس کرزی چې د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یومخکښ کاندید دی ټاکل شوې وه چې له خپلو دوو سیالانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله سره په دې مباحثه کې مخامخ شي خو له دې امله چې دغه مباحثه یوازې د یوه ټلوېزیون لخوا وه او نورو رسنېو په دې بحث کې ګډون نه وو
کړی. برخه وانخیسته.

ډاکټر اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله چې دواړه د ولسمشر کرزي د کابینې پخواني وزیران وو او په انتخاباتو کې د نهه دېرشو کاندیدانو په ډله کې د جدي او مخکښو کاندیدانو څخه ګڼل کېږي، دحامد کرزي له حضور پرته په دغې ټلوېزیوني مباحثې کې ګډون وکړ.

په افغانستان کې انتخاباتي مبارزې په داسې حال کې روانې دي چې په هېواد کې ناامنۍ زیاتې شوې دي. او په زرهاوو امریکایي او
برېټانوي سرتېرو د افغانستان په جنوبي سیمو کې د طالبانو پرضد لوی عملیات پېل کړې دي.

ډاکټر عبدالله وویل: مونږ ورځ تربلې د افغانستان د خلکواعتماد له لاسه ورکوو. هغوی دښمن ته مخه کوي او په دې کار کې پرته له دولت څخه بل څوک ګرم نه ګڼم.

ډاکټر اشرف غني احمدزي هم پر ولسمشر کرزي په مباحثه کې د نه ګډون له وجې انتقاد وکړ. ښاغلي احمدزي وویل: که د افغانستان ولسمشر شي، له بهرنېو ځواکونو سره به یوې موافقې ته ورسېږيچې دوی څومره موده په افغانستان کې پاتې کېږي.نوموړي همدا راز وویل: د بګرام زندان به هم وتړي.

په روانه اوونۍ کې د امریکا د پوځ لخوا په یوه خپاره شوي راپور کې د امریکایي او افغان زندانونو په سیسټم کې د بدلون غوښتنه شوې ده چې په دې ترتیب د زندان د تړلو دروازو ترشا د بندیانولپاره داسې پروګرام ونیول شي چې دوی په زندان کې لا نور متعصب او سخت دریځې نشي.