بایډن : د افغانستان جګړه نوره قرباني هم غواړي

د امریکا د ولسمشر مرستیال جو باېډن وایي: متحد ایالات، برېټانیا او د ناټو نور متحدین به ممکن په افغانستان کې نورې زیاتې قربانۍ ورکړي او د جګړو په زیاتېدو سره به ددوی زیات شمېر سرتېري ووژل شي.
ښاغلي باېډن له بې، بې، سي سره په مرکه کې وویل: په افغانستان کې د انتخاباتو لپاره د امنیت تامینول چې د اګسټ په شلمه نېټه تر سره کېږي، په دې قربانېو ارزي.
د امریکا د ولسمشر مرستیال زیاته کړه، لوېدیځو هېوادونو ته زیات ترورېستي تهدید د افغانستان او پاکستان له پولو څخه سرچینه اخلي.
په دې سیمه کې د نړۍ ترټولوزیات هېرویین هم تولیدیږي.
نوموړي زیاته کړه:
په افغانستان کې دامریکا نوي استول شوي عسکر به په نویو جبهو کې له طالبانو سره جګړه پر مخ یوسي.

او ددې معنی داده چې ډېر امکان لري ددغو ځواکونو ډېر تلفات هم زیات شي.