وحید عمر: ولسمشر کرزی به په یو عادلانه مناظره کې برخه واخلي

حامد کرزي د انتخاباتي مبارزو د دفتر وياند وايې چې ښاغلى كرزۍ به هرومرو له نورو كانديدانو سره په يوه مناظره كې چې د انتخاباتو د خپلواك كميسيون له خوا برابره شي برخه واخلي.
د
د ولسمشر كرزي د انتخاباتي كمپاېن د دفتروياند وحيد عمر د پنجشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته ووېل چې ښاغلى كرزۍ به په هغه مناظره كې برخه واخلي چې له هره پلوه منظمه عادلانه اود خلكو په ګټه وي:

"موږ غواړو چې مناظره په داسې شرايطو كې وشي چې رښتيا هم يوه بې طرفه مناظره وي، يوه مناظره چې د افغانستان ټولې رسنۍ يې خپره کړي، له يوې خوا به د ټولو رسنیو حق اداشي له بلې خوا به خلك وكولاې شي چې په ټول افغانستان كې ددې مناظرې معلومات له بېلابېلو لارو تر لاسه کړي."
د طلوع به نوم یو خصوصي تلویزون ویلي وو چې د حامد کرزي ، اشرف غني او عبدالله عبدالله په ګډون انتخاباتي مناظره جوړوي.


دا څرګندونې په داسې حال كې كيږي چې ولسمشر كرزۍ د طلوع په خصوصي ټلويزيون كې د جمهوري رياست په راتلونكو انتخاباتو كې له څو تنو نورو كانديدانو سره مناظره رد كړه او ويې ويل چې ده ته د دې مناظرې په اړه ناوخته يعنې دوه ورځې مخكې خبر وركړشوې دى.

په كابل كې د طلوع خصوصي ټلويزيون له تېرو نژدې پنځلسو ورځو راهيسې اعلانونه خپرول چې ګوندې ددې اونۍ په پاى كې به حامد كرزى د جمهوري رياست له دوو نورو كانديدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي سره په ټلويزيوني مناظره كې برخه واخلي.
د دیدار په نوم د کابل یو اوسیدونکي ازادۍ راډیو ته ویلي ، طلوع پرته له دې چې د ځینو کاندیانو موافقه تر لاسه کړي ، په خپل سر يې اعلانونه خپرول چې دا کاندیدان يې مناظرې ته وربللي، او په دې توګه يې هڅه کوله پر کاندیانو فشار واچوي، چې مناظرې ته یې ورشي.

په عين حال كې د سياسي چارو كار پوهان وايي چې د جمهوري رياست د كانديدانو تر منځ په راډيوګانو او ټلويزيونونو كې مناظرې ډيرې مهمې دي ځكه چې د دوی په خبره خلك د دوى د راتلونكو كاري پلانونو په اړه معلومات ترلاسه كوي.د سياسي چارو كارپوه محمود حکیمي هم ورته نظرلري:

"يوازې د پوسټرونو او تصويرونو په نصبولو سره خلك د كانديدانو د كاري پروګرامونو په اړه نه پوهيږي، زه په دې باورېم چې د راډيوګانو او ټلويزيونونو له لارې د كانديدانو ترمنځ مناظرې ډيرې مهمې دي، خلك دا وخت پيداكوي چې كانديدان ښه وپيژني او د هغوى كاري پلانونه تحليل كړي.

د جمهوري رياست په انتخاباتو كې دا ډيره مهمه ده چې خلك د څيرو پرځاى يوښه كاري پلان او پروګرام ته رايې وركړي ."

په تېره څه باندې يوه مياشت كې د جمهوري رياست له يوڅلويښتو تنوكانديدانو څخه لسګونو تنو يې دغونډو په جوړولو سره كمپاينونه كړي او په راډيوګانو او ټلويزيونونو كې يې په بحثونو كې برخه اخيستې، دغه راز په چاپي خپرونو كې هم د ګڼ شمېر كانديدانو راتلونكي كاري پلانونه خپاره شوې دي.

خولا تراوسه داسې مناظره چې د انتخاباتود خپلواك كميسيون له خوا تنظيم او ترتيب او د ولسمشركرزي په ګډون مطرح كانديدان په كې برخه واخلي نه ده شوې او دا په افغانستان كې د انتخاباتي مبارزو په درشل كې يوه نوې لړۍ او نوى دود دى.