د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسون وايي چې د انتخاباتو د نيټې په رانيږدې كيدلو سره دوى هم انتخاباتي مركزونو ته د ضرورت وړ لوژيستيكي موادو د ليږد بهير چټك كړي دی.
د انتخاباتو خپلواك كميسيون د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د خيمو، ميزونو او چوكېو په شمول لوژيستيكي مواد ټولو ولايتونو ته ليږدول شوي دي او په سلو كې نوي غرفې اوهمدارنګه په سلو كې پنځوس د رايې اچونې صندقونه هم بيلا بېلو ولايتونو ته انتقال شوي دي.
د دغه كميسيون په وينا هېوا د ته د رايې وركونې د پاڼو د راليږدولو بهير چې د چنګاښ په يوويشتمه نيټه پېل شوى و نن به بشپړ شي.