فليپ مورين: د ولسمشرۍ د كانديدانوسره كتنه كوي

په افغانستان كې د اروپايي ټولنې څارونكې ډله وايي چې د ولسمشرۍ له كانديدانو سره يې كتنې پيل كړې دي.

د اروپايي ټولنې د دې شپېته كسيز پلاوى مشر فليپ مورين پرون په كابل كې خبريالانو ته وويل چې تر اوسه يې له لسو كانديدانو سره كتلي او د راتلونكو انتخاباتو د څارنې په برخه كې يې دغو كانديدانو ته د مرستې ډاډ وركړى دى.

مورين وويل، له كانديدانو څخه يې دا غوښتنه هم كړې چې پلويان يې بايد په انتخاباتو كې درغلي ونه كړي.

د اروپايي ټولنې څارونكي پلاوى له لسو ورځو راهيسې د انتخاباتو لپاره تيارى نيولى او ويلي يې دي چې د انتخاباتو په ورځ به هم په مركز او ولايتونو كې دغه جريان په شفاف ډول څاري.

ټاكل شوې ده چې دوه سوه زره افغان او نړيوال څارونكي د راتلونكو انتخاباتو بهير وڅاري.