د عراق صدراعظم نوري المالیکي امریکا ته ولاړ

د عراق صدراعظم نوري المالیکي نن ولسمشرۍ ته د بارک اوباما تر رسیدو وروسته امریکا ته د لومړني رسمي سفر په ترڅ کې تللی .

المالیکي به خپل دا سفر د م .م. له سر منشي بان کي مون سره له کتنې پیل کړي.

دا کتنه به تر ډېره د ۱۹۹۰ عیسوي کال کې پر کویټ د یرغل د میلونونو ډالرو د تاوان د لانجې پر موضوع متمرکزه وی.

المالیکی چی له یوشمیر وزیرانو سره یی سفر کړی د چهارشنبې په ورځ به له جمهورریس بارک اوباما سره خبرې وکړي.

د سپینی ماڼۍ مطبوعاتی مسول رابرت ګیپس وویل امریکایي چارواکي غواړي چی پر سیاسي روغې جوړې تمرکز وکړي کوم چې د جګړو وروسته د عراق د پراختیا لپاره ضروري ګڼل کیږي.