توحیدي: ځینې رسنۍ د مشخصو کاندیدانو په ګټه کار کوي

د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي د رسنیو له خوا د انتخاباتي مبارزو پوښښ په ټينګه څاري او په دې برخه كې يې د دولتي او خصوصي رسنيو ځینې سرغړونې موندلې دي.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د رسنيو د څارنې كميسيون په دې تازه راپور كې په څو ټلويزيونې شبكو او چاپي خپرونو باندې نيوكه شوې چې ګوندې د انتخاباتو او د كانديدانو د انتخاباتي مبارزو په برخه كې لازم توازن نه دى مراعات كړى.

د دې كميسيون ريس صديق الله توحيدي د سې شنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل چې دوى په رسنيوكې د انتخاباتي مبارزو پوښښ په ټينګه څاري او په دې برخه كې يې د دولتي او خصوصي رسنيو سرغړونې ثبت كړي دي.

د ښاغلي توحيدي په خبره شپږو ټلويزيونونو او دولسو چاپي خپرونو په دې برخه كې ډيرې سرغړونې كړيدي:

"زه كولاى شم ووايم چې ملي ټلويزون ښاغلي كرزي پورې مربوط خبرونه ډير خپاره كړي او د نورو ټلويزون د ډاكټر عبدالله خبرونه.
په مجموعي توګه په دولتي چاپي خپرونو كې پينځه اويا فيصده د ولسمشر كرزي په ګټه تبليغات كيږي، دولس فيصده د ښاغلي عبدالله او په سلو كې پينځه د اشرف غني احمدزي په پلوي."

د انتخاباتود خپلواك كميسيون د رسنيود څارنې كميسيون ريس څرګنده كړه چې بايد په هېواد كې د انتخاباتي مبارزو پوښښ په ټولو رسنيو كې متوازن او يوډول وي تر څو كانديدان وكولاى شي خپل راتلونكي كاري پلانونه خلكو ته تشريح كړي.

په تيره يوه مياشت كې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د كانديدانو د انتخاباتي مبارزو له پيل سره سم په افغانستان كې دولتي اوغيردولتي رسنيو خپل انتخاباتي فعاليتونه زيات كړيدي.

خود رسنيو د څارنې كميسيون مسوولين وايې چې ځينې داسې رسنۍ هم شته چې په دې برخه كې يې په پوره توازن سره خپرونې كړي او د انتخاباتو په اړه يې معلوماتي پروګرامونه هم سم خپاره كړيدي:

"د نړيوالو رسنېو په اړه بايد ووايم كومې راډيوګانې چې د افغانستان لپاره خپرونې لري لكه ازادۍ راډیو ، بي بي سي،امريكا غږ راډيو،دعامه پوهاوي په برخه كې يې ډير فعاليتونه كړي،زه هيله لرم چې دا مرسته او همكاري په نړيوالو رسنيو كې همداسې دوام ومومي او هم ملي خصوصي رسنۍ هم خپلو مهموملي مسوليتونو ته پاملرنه وكړي."

دې كميسيون تردې وړاندې هم د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د كانديدانو د انتخاباتي مبارزو د پوښښ په برخه كې په ځينو دولتي اوغيردولتي رسنيو ټينګ انتقادونه كړي وو،خو د اطلاعاتو او كلتور وزارت په څوڅو واره ويلي دي چې دوى هڅه كړې ترڅو په دولتي رسنيوكې له هره پلوه توازن او د ژورناليزم اصول په پوره توګه په پام كې ونيسي او كانديدانو ته دا زمينه مساعده كړي چې خپل كاري پلانونه خلكو ته تشریح كړي.

په عين حال كې ځينې خصوصي رسنۍ وايې چې د انتخاباتي كمپاينونو ځينې برخې د پيسو په بدل كې خپروي، خو ځينې كار پوهان په دې باور دي چې بايد په رسنيوكې هغو كانديدانو ته هم پوره پاملرنه وشي چې كمزوري مالي منابع او كم امكانات لري.

خبریاله: فهیمه هوسا