د هرات په شينډنډ ولسوالۍ كې چارواكي سرټكوي چې په زرګونو كسان يې د انتخاباتو لپاره له نوم ليكنې څخه پاتي دي.
د شنډنډ ولسوال ملا لعل محمد ازادي راډيو ته وويل چې د انتخاباتو د نوم ليكنې ډلې په دغې ولسوالۍ كې يوازې درې ورځې كار كړى او دا مهال تقريبا ۶۰۰۰۰ كسان له نوم ليكنې څخه محروم پاتې شوي دي.
ده ډاډ وركړ چې هيڅ ډول امنيتي ستونزه نشته او د انتخاباتو له خپلواك كميسيون څخه يې وغوښتل چې ژر تر ژره د دوى سيمو ته د نوم ليكنې ګرځنده ټيمونه واستوي.
د انتخاباتو د خپلواك كميسيون چارواكو هم تل دا ويلي دي چې كه د دوى لپاره امنيتي ستونزې نه وي نو دوى به د افغانستان ټولو برخو ته ولاړ شي چې د خلكو نومونه ثبت كړي.