امريكا: خپل تښتول شوى عسكر به خامخا خلاصوو

د امریکا د دفاع وزارت وایي عسکر یې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د یوه تښتول شوی سرتیري د میندلو لپاره، هیڅ ډول هلې ځلې نه سپموي.

په عین حال کې د یرغمل شوي امریکایي سرتېری کورنۍ له خبري رسنیو څخه غوښتي چي د دوی مزاحمت دې نه کوي او دوی دې په خپل حال پریږدي.

د یرغمل شوی عسکر د سيمې خلکو د پيوستون او غم شریکۍ په دود، په ونو پوری زیړې پټۍ تړلې دي.

دوې ورځي وړاندې طالبانو د امریکایی عسکر "باوی برګدال" یوه ویډیو خپره کړه او سرتیري په کې دا وېره ښودلې وه چي ګوندې خپله کورنۍ به بیا ونه ګوري.

د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیتس دا ویډیو غندلي او وایي له بندي څخه د ناوړه ګټي اخیستني له وجي سخت په غوسه دی.