په كندز كې نړيوالو ځواكو په يو موټر ډزې وكړې

په كندز كې د نړيوالو ځواكونو لخوا په يوه ملكي موټر په ډزو كې يو ملكي وګړى وژل شوى او دوه نور ژوبل شوي دي.

د ازادي راډيو خبريال د پيښې له ځايه خبر راكوي چې دغه پېښه د كندز ولايت د نواباد د ولسوالۍ په چهار درې نومېي سيمه كې رامنځته شوې ده.

په كندز كې د ميشتې پي ار ټي يا د ولايتي بيارغونې د ډلې يوه چارواكي ازادي راډيو ته وويل چې پيښه هاغه مهال رامنځته شوه كله چې د ملكي موټر چلونكي د دوي په اشاره و نه دريد.

خبر زياتوي له پيښي وروسته څرګنده شوه چې په موټر كې كوم مشكوك څه نه وه موجود.