ملي دموكرات جبهې داشرف غني ملاتړ اعلان كړ

Afghanistan – Dr Abdul Kaber Rangber Director of N.D.P of Afghanistan in a Press Conference, 20July2009

د افغانستان جمهوري رياست ته د كانديدانو د كمپاينونو او د هغوي د پلويانو د غونډو په لړ كې، د افغانستان ملي دموكراتې جبهې د دوشنبې په ورځ
په كابل كې د كانديد ډاكتراشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان كړ.

د افغانستان د ملي دموكراتې جبهې ريس ډاكتر كبير رنجبر وويل، دوى د جمهوري رياست د ټولو كانديدانو كاري پلانونه په غور سره څيړلي او دا نتيجه يې ترلاسه كړې ده چې، ډاكتر احمدزي، د هېواد سولې، ثبات او پرمختګ ته غوره پلانونه ترتيب كړي، دهمدې له امله يې ملاتړ كوو، ښاغلي رنجبر وويل:

"موږ ډير فكروكړ، درې مياشتې مو دا موضوع په خپلو منځو كې وڅيړله او بالاخره په جبهه كې ټول سياسي ګوندونه په دې سلا شو، چې له ډاكتر احمدزي څخه ملاتړ وكړو."

د افغانستان ملي دموكراته جبهه له اتو سياسي ګوندونو څخه جوړه ده او د دې ګوندونو مشرانو هريو په خپل وار سره د ډاكتر اشرف غني څخه ملاتړ اعلان كړ.

په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته اشرف غني احمدزى هم راغى، ده غونډې ته وينا وكړه او د اوسني حكومت پاليسي يې ناكامې وبللې.

ده زياته كړه، د افغانستان د ملي دموكراتې جبهي ملاتړ، دى نورهم وهڅاوه چې خپله انتخاباتي مبارزه لا پراخه او ګړندۍ كړي.

"زما خويندو، وروڼو اوځوانانو! تاسې نن زه له يو فرد څخه په يوه حركت بدل كړم.

په حركت كې فرد له خپل اختيار څخه وځي او يوې ژمنې ته متعهد كيږي. او په تېره هغې جبهې ته چې بنسټ يې په دموكراسۍ ايښودل شوى وي او د دې معنى داده چې هيڅ ډول معاملې ته حاضر نه يو."

د افغانستان د جمهوري رياست او ولايتى شوراګانو انتخاباتي مبارزې د جوزا د مياشتې په شپږويشتمه نيټه پيل شوې او د اسد د مياشتې تر شپږويشتمې به دوام وكړي .

د انتخاباتو خپلواك كميسيون د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو انتخابا تو د اسد په نهه ويشتمه نيټه ټاكلى ده.