م.م: د افغانستان راتلونكي انتخاباتو ته به نور څارونكي هم راشي

په افغانستان كې د ملګروملتونو چارواكي وايي چې د افغانستان د جمهوري رياست د انتخاباتو لپاره د څارونكو د راتګ لړۍ همداسې دوام لري

په كابل كي د ملګروملتونو يوې ويندويې ډاكټر نيلاب مبارز نن ازادي راډيو ته وويل چې د بيلابيلو هيوادونو څخه د څارونكو يوه ډله تېره ورځ هم هېواد ته راغله.

په دغو څارونكو كې زياتره له اروپايي اتحاديي څخه راغلي او د انتخاباتو د لړۍ څارنه يې هم پيل كړې ده.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون چارواكو ويلي دي چې د زمري يا اسد نهه ويشتمې نيټې له انتخاباتو څخه به تقريبا دوه لكه كورن او بهرني څارونكي نظارت وكړي

تمه ده د نړيوالو څارونكو پلاوي به ولايتونو ته هم ولاړ شي او په پاى كې به د افغانستان د انتخاباتو په اړه يو راپور هم چمتو كړي.