ګېټس: امريكايي ځواكونه باید د یو کال په موده کې غوڅ پرمختګ وکړي

د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګیټس وايي، په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ځواکونه باید تر راتلونکې اوړي پورې پرمختګ وښيي څو د خلکو د هغه تصور مخه ونیسي چې جکړه ګټونکې نه ده.

ګیټس لاس انجلس ټایمز ورځپانې ته وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد فتح یوه اوږدمهاله لر لید دی او متحده ایالات به په یوه کال کې جګړه ونشي ګټلای.

هغه زیاته کړه، خو امریکايي ځواکونه باید په یوه کال کې وضعیت بدل کړي که نه نو ښايي د خلکو د ملاتړ له لاسه ورکولو سره مخ شي.