د امريكا يو مفتش له حامد كرزي سره كابل كې وكتل

د افغانستان د بيارغونې په برخه كې د امريكا د متحده ايالاتو ځانګړي څېړونکي نن په كابل د ولسمشر كرزي سره د كتنې پر مهال وويل چې په افغانستان كې يې د امريكا له خوا د بيارغونې پروژې کتلي او په دې برخه كې يې يو لړ څيړنې هم كړې دي.

د افغانستان د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر ويلي چې جنرال ارنولډ فيلدز په بدخشان، غور، هرات او باميانو ولايتونو كې د بيا رغونې دا پروژه کتلي دي.

ويل شوي چې دغه امريكايي چارواكی د امريكا د متحده ايالاتو د ولسمشر له خوا په دغه هدف افغانستان ته راليږل شوى دى.