روانه میاشت په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لپاره خونړۍ میاشت وه

داسې ښکاري چې روانه میلادي میاشت په افغانستان کې د امریکایی قواوو په مشري ناټو ځواکونو لپاره تر ټولو مرګونې میاشت وي .

د اسوشیتد پرس خبري اژانس د ارقامو له مخې د افغانستان د اته کلن جنګ په موده کې نسبت هرې پخواني میاشتې ته تېره میاشت ډیر بهرني عسکر په افغانستان کې وژل شوي دي .

دناټو او امریکایی قوماندانانو په حواله روانه میاشت د څلورویشت تنو امریکایي عسکرو په ګډون لږ تر لږه اته څلویښت بهرني عسکر په افغانستان کې وژل شوی دي .