په خانشين كې د انتخاباتو لپاره د نوم ثبتونې لړۍ پیل شوه

د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون نن وويل چې د هلمند ولايت په خانشين ولسوالۍ كې چې اوس ، اوس د طالبانو له ولكۍ ازاده شوې ده د انتخاباتو لپاره د نوم ليكنې بهير پيل شوى او د دغه ولسوالۍ او بغران په سلګونه كسانو د رايې وركونې كارتونه تر لاسه كړي دي.

د انتخاباتو خپلواك كميسيون دغه شان ويلي چې د رايې وركونې مركزونو ته د اړتيا وړ موادو د ليږد بهير هم په چټكۍ سره روان دى .

د دغه كميسيون په وينا د رايې وركونې لپاره ځانګړې پاڼې چې په بريتانيا كې چاپ شوې دي ټاكل شوې چې د راېو د صندوقونو سره يو ځاى د انتخاباتو له ورځې يوه ورځ مخكې په ټول افغانستان كې د رايې وركونې مركزونو ته واستول شي.