نور: یو شمیر کاندیدانو لا هم د خپلو لګښتونو راپورنه نه سپاري

د انتخاباتو د خپلواك كميسيون وياند نورمحمد نور وايي چې که د جمهوري رياست كانديدان د خپلو انتخاباتي مبارزو د مالي لګښت په اړه دې كميسيون ته معلومات ورنه كړي نو قانوني چلند به ورسره وشي.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون وياند خبردارى وركړ كه چيرې د راتلونكې اونۍ تر يكشنبې ورځې پورې د جمهوري رياست كانديدان د خپلو انتخاباتي مبارزو د مالي لګښت په اړه دې كميسيون ته معلومات ورنه كړي نو قانوني چلند به ورسره وشي.

د دې كميسيون وياند نورمحمد نورد پنجشنبې په ورځ د ازادۍ راډيو ته وويل چې د جمهوري رياست د كانديدانو د انتخاباتي كمپاينونو مالي منابع او د نورو خصوصياتو معلوميدل ډير ضروري دي او بايد چې دې كميسيون ته څرګند شي.
ویل کېږي یو شمیر کاندیدانو په زرګونو ډالر یوازې پر خپلو لویو پوسټرونو لګولې دي.



"د سرطان د ۲۶مې نېټې نه تر ۲۸مې نېټې پورې مو وخت تعين كړاې دوي دى د يوې ميا شتې راپورونه په دغه موده كې د ټاكنو خپلواك كميسون ته راوړي كنه بيا به د دوي نومونه د شكاياتو كميسون ته سپارل كيږي او بيا د شكاېت حق نه لري.او كه چيري نه لري نو دوي د خپل راپورونه وړاندې كړي چې ما كمپاېن نه دی كړی او نه مې پېسې مصرف كړي دي."

ښاغلي نور،وويل چې په تيره يوه مياشت كې د جمهوري رياست د يوڅلويښتو تنو كانديدانو له ډلې څخه يوازې پنځلسو كانديدانو د خپلو انتخاباتي مبارزو د مالي لګښت په اړه دې كميسيون ته راپور وركړي.

د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د وياند په خبره د جمهوري رياست شپږ ويشتو كانديدانو د خپلو انتخاباتي كمپاينونو د مالي منابعو د څرګندولو په برخه كې بي پروايي كړې او دا د ده په وينا د قانون خلاف عمل دى.

په عين حال كې د جمهوري رياست د كانديدانو د ګډې همكارۍ شورا چې دوه ويشت تنه كانديدان يي غړي دي هم د انتخاباتو له خپلواك كميسيون څخه غوښتي چې بايد د جمهوري رياست د كانديدانو د انتخاباتي مبارزو مالي منابع او د لګښت څرنګوالى ومومي.

جمهوري رياست ته د كانديد هدايت امين ارسلا مرستيال اسماعيل قاسميار په دې اړه خپله غوښتنه داسې بيان كړه:

"څومره ميلمستونونه،موټر او مصارف،د دفترونو لوړې كرايې او نور لګښتونه،دا ټول بايد وڅيړل شي چې له كومه كيږي،ايا د دغو پيسو د ترلاسه كيدو منابع د انتخاباتو خپلواك كميسيون ته ښودل شوي،بايد په دې اړه خلكو ته پوره معلومات وركړل شي."

د ولسمشرۍ د څوکۍ کاندید رمضان بشر دوست بیا وايي دې ځکه پر انتخاباتي مبارزو ډېر لګښت نه کوي چې کولای شي په لارو کوڅو کې دخلکو سره وګوري او هغو ته خپل پلانونه تشریح کړي



په راتلونكو انتخاباتو كې د جمهوري رياست د كانديدانو د انتخاباتي مبارزو د مالي منابعو او د لګښتونو په اړه د انتخاباتو خپلواك كميسيون ته معلومات وركول ځكه حتمي بلل شوي تر څو معلومه شي چې كانديدان پيسې له كومه كوي ؟ ايا خپله يې لري او كه د قانون خلاف يې له بهرنيوهېوادونو، سياسي اشخاصو او ګوندونو څخه ترلاسه كوي؟

د انتخاباتو خپلواك كميسيون تر دې وړاندې ويلي وو كه چيري د جمهوري رياست كانديدان د خپلو انتخاباتي كمپاينونومالي منابع او د لګښت څرنګوالى دوى ته په ډاګه نه كړي نوښايي چې د انتخاباتي شكايتونو د اوريدو د كميسيون له خوا يې نومونه هم د كانديدانو له ليست څخه لري كړى شي.