د نړۍ د ناپیلو هېوادونو د غونډې د یوې برخې مشري حامد کرزی کوي

د نړۍ مشران نن د مصر دشرم الشیخ په ښار کې سره راټول شوي . دوي د ناپیلي غورځنګ په غونډه کې ګډون کړی او پرنړیوال مالي بحران غږیږي .

له قاهرې څخه د ازادی راډیو خیریال وايي چې د راتلونکې یوې غونډي مشرې به افغان اولسمشر حامد کرزی کوي .
هغه به د غونډی برخه والو ته وینا هم وکړی . ولسمشر حامد کرزی به د پاکستان له صدراعظم یوسف رضا ګیلاني سره د غونډی تر څنګ وویني .

سږ کال افغانستان د ناپیلي غورځنګ د اسیا د برخې مرستیالي په غاړه لري . فلیپین د یادې شوې برخې مشري کوي .ناپیلی غورځنګ تقریبا پنځوس کاله مخکې دسړې جګړي په موده کې رامنځ ته شو . اوس په دې غورځنګ کې یو سلو اتلس هیوادونه ګډون لري .