په انتخاباتي مبارزو کې د رسنیو پر رول خبرې کوو

په دې خپرونه کې به مو د رسنیو د څار د جرګه ګۍ پر استازي سربېره د رسنیو استازي او کارپوهان هم ملیمانه وي او ستاسو پوښتنو ته به ځوابونه وايي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د رسنیو د څارنې جرګه ګۍ وايي چې یو شمیر سیمه ایزې راډیو ګانې او رسنۍ هسې چې په کار ده د انتخاباتو په اړه خپرونې نه کوي.

د یو شمیر نورو برېښنايي او چاپي رسنیو په اړه بیا ویل کېږي چې د خاصو کاندیدانو په ګټه خپرونې کوي.

دا اونۍ په ( تر شنه اسمان لاندې) خپرونه کې د د انتخاباتي مبارزو پر مهال د رسنيو په رول خبرې کوو.

په دې خپرونه کې به مو د رسنیو د څار د جرګه ګۍ پر استازي سربېره د رسنیو استازي او کارپوهان هم ملیمانه وي او ستاسو پوښتنو ته به ځوابونه وايي.

تر شنه اسمان لاندې خپرونه هره اونۍ د شنبې په ورځ د ماسپښین له درې بجو د مازیګر تر پنځو بجو پورې له ازادۍ راډیو څخه په مستقیمه توګه خپرېږي.

تاسو که ددې موضوع په اړه نظر یا پوښتنې لرﺉ نو کولای شۍ مخکې له مخکې يې موږ ته د ایمیل له لارې را واستوﺉ .
او یا د خپرونې پرمهال زموږ سټوډیوګانو ته زنګ ووهۍ

په کابل کې زموږ د تیلفون شمېرې دي:
۰۰۹۳۷۹۹۲۰۳۵۴۰
۰۰۹۳۷۰۰۸۲۲۷۵۵
نړیوالې شمیرې:

۰۰۴۲۰۲۲۱۱۴۱۰۱
۰۰۴۲۰۲۲۱۱۴۱۰۳
۰۰۴۲۰۲۲۱۱۴۱۰۲