د جمهوري رياست يو شمېر هغو كانديدانو چې د همغږۍ د شورا غړي دي د راروانو انتخاباتو د څارنې لپاره د نړيوالو څارونكو په راتګ خوښي څرګنده كړه او د دوى په شمېر كې يې د زياتوالي غوښته وكړه.
په كابل كې د كانديدانو يو ايتلاف د راروانو انتخاباتو د څارنې لپاره د زياتو نړيوالو څارونكو غوښتنه وكړه. دا غوښتنه په داسې حال كې شوې چې همدا اوس د اروپايي ټولنې شاوخوا ۶۷ څارونكي د انتخاباتي كمپاينونو او راروان انتخاباتو د څارلو لپاره كابل ته را رسيدلي دي.
د ولسمشرۍ د كانديدانو دغه ايتلاف چې د ګډې همغږۍ شورا په نامه ياديږي د چهار شنبې په ورځ خپله اتمه غونډه كې د انتخاباتو د بهير په څارلو ټينګار وكړ.
د غونډې په استازيتوب، جمهوري رياست ته د كانديد هدايت امين ارسلا لومړي مرستيال اسمعيل قاسم يار د اروپايي څارونكو راتګ ته د هر كلي ترڅنګ وويل:
"موږ له نړېوالې ټولنې غواړو چې دې كې شمېر زيات والى راولي او هر څومره چې كيږي خپل نړيوال څارونكي زيات كړي."
په عين حال كې په خپله د انتخاباتو خپلواك كميسيون او ملګرو ملتونو هم ويلي دي چې د انتخاباتو روان بهير به په كلكه وڅاري څو د هر ډول درغليو مخنيوى وشي.
بله مهمه مسله چې په دغه غونډه كې پرې بحث وشو هغه د همدې شورا ديو واحد كانديد وړاندې كول و.
ښاغلي قاسم يار خبريالانو ته وويل چې دوى په خپل منځ كې د يو واحد كانديد د ټاكلو پروسې ته ورنږدې شوي دي.
"پرېكړه مو كړې چې يوه ځانګړې غونډه جوړه كړو ترڅو په دې غونډه كې د ميكانيزم، معيارونو او طريقو له مخې موږ سره مرستې وكړي څو يو واحد كانديد معرفي كړو او نور د هغه ترڅنګ خپل كمپاينونو ته ادامه وركړو. "
ټاكل شوې ده چې د افغانستان جمهوري رياست راتلونكي انتخابات به د زمري مياشتې په ۲۹ نېټه ترسره شي.
د كتونكو په باور د كانديدانو د شمېر زياتوالى او د امنيت نشتوالى د انتخاباتو د شفافيت په وړاندې اساسي خنډونه بلل كيږي.
داچې په داسې شرايطو كې به د نړيوالې ټولنې څارونكي تركومه وكړاى شي په انتخاباتو كې د درغليو مخه ونيسي اوس يې په اړه څه ويل ګران بريښي.