كونړ: په شيګل ولسوالۍ كې د شولتن پول پرانستل شو

د كونړ ولايت په شيګل ولسوالۍ كې د شولتن پل چې درې ولسوالۍ سره نښلوي تر جوړيدو وروسته نن پرانستل شو.

د كونړ والي سيد فضل الله واحدي د ازادۍ راډيو ته وويل دا پل چې سل متره اوږدوالى او پنځه متره سور لري د كنړ په سيند باندې د امريكا د پي ار ټي يا ولايتي بيا رغونې د ټيم له خوا د يو ميليون ډالرو په مالي لګښت جوړ شوي دى.

په خبركې ويل شوي چې د ا پل د كونړ ولايت د شيګل،مروره او اسمار ولسوالۍ سره نښلوي.