ایران وايې نړېوالې ټولنې سره د خبر نوی اساس جوړوي

د ایران د بهرنېو چارو وزیر وایي، هېواد یې د سیاسي، امنیتي او نړېوالو موضوعاتو پر یوه داسې مجموعه کار کوي چې، هغه به د نړۍ له لوېو قوتونو سره د خبرو کولواساس وګرځوي.

وزیر منوچهر متکي چې په تهران کې یې یوې خبري غونډې ته څرګندونې کولې ووېل، ایران په اېټالیا کې د جي اته یا نړۍ د اتو سترو صنعتي هېوادونو له خوا کوم نوی پېغام نه دی ترلاسه کړی.

د نړۍ اتو لوېو اقتصادي هېوادونو روانه اوونۍ، ایران ته تر
سپټمبرمیاشتې پورې وخت ورکړ چې د خپل لانجمن اټومي پروګرام په اړه خبرې پېل کړي.

دوې همداراز په ایران کې د تېرې میاشتې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته د رامنځ ته شويو تاوتریخوالو په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړه.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د جمعې په ورځ ایران ته خبرداری ورکړ، چې که ایرا ن تر سپټمبر میاشتې پورې خبرې پېل نه کړي، نو له بدوعواقبو سره به مخامخ شي.

ایران په وار وار رد کړې ده چې خپل حساس هستوي پروګرام بند کړي، خو لوېديځ هېوادونه پر ایران د اټوم بم د جوړولو شک لري.