امریکايي بې پېلوټه الوتکیو بیا د بیت الله مسید پر مرکزونو برید کړی

د پاکستان استخباراتي مقامات وایي، د افغانستان پولې ته نژدې په جنوبي وزیرستان کې، د یوه توغندي د حملې له امله چې ګمان کېږي، د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له خوا به شوې وي، درې مشکوک وسلوال ووژل شول.

دغه حمله بېګاه شپه په جنوبي وزیرستان کې د بېت الله مسید په مشري د پاکستاني طالبانو د روزنې پر یو مرکز شوې.

دا په تېرو دوو اونېو کې د امرېکایي بې پیلوټه الوتکوپنځمه حمله ده چې، بېت الله مسید او پلویان یې په نښه کېږي.